احمدالله وثیق: عربي متحده اماراتو پخوانيولسمشر او نورو افغان سیاسیونو ته د سیاسي فعالیت اجازه نۀ ورکوي

0
153

احمدالله وثیق: عربي متحده اماراتو پخوانيولسمشر او نورو افغان سیاسیونو ته د سیاسي فعالیت اجازه نۀ ورکوي

نوموړي په خپله ټوېترپاڼه کې لیکلي، چې متحده عرب اماراتو د پخواني حکومت په ټولو هغو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی، چي په دوبۍ او نورو ښارونو کې اوسیږي.

 

(2021 / 11 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا مرستیال ویاند احمدالله وثیق ادعا کړې، چې د متحده عربي اماراتو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر هر دول سیاسي فعالیت بندیز لګولی دی.

نوموړي په خپله ټوېترپاڼه کې لیکلي، چې متحده عرب اماراتو د پخواني حکومت په ټولو هغو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی، چي په دوبۍ او نورو ښارونو کې اوسیږي.

د هغه په وینا، په دې محدودیت کې خپله اشرف غني، عطا نور او محب هم شامل دي.

ښاغلي وثیق په دې اړه لا ډېر جزییات نه دي ورکړي او نه هم د پخواني حکومت چارواکو د طالبانو دې ادعا په تړاو څه ویلي دي.

اړوند موضوعات: 

اشرف غني په دوبۍ کښې پناه واخسته باغي ټي وي رپورټ

د یادونې ده چې عربي رسنیو او د متحده عربي اماراتو حکومت هم په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني د اګسټ په ۱۵مه چې کله طالبان کابل ته ننوتل له افغانستان ووت او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

Leave a reply