واشنګټن کې د روسیې سفیر وايي چې امریکا ۲۷ د روسیې دیپلوماتان لۀ امریکا څخه وباسي 

0
134

واشنګټن کې د روسیې سفیر وايي چې امریکا ۲۷ د روسیې دیپلوماتان لۀ امریکا څخه وباسي 

روسیې له دې وړاندې هم ویلي وو، چې د ۲۰۱۶ کال راپه‌دېخوا کله چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې، امریکا څه دپاسه ۱۰۰ روسي دپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي اړ کړي چې له دې هیواد نه ووځي.

 

(2021 / 11 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وایي، واشنګټن پرېکړه کړې چې ۲۷ روسي ډيپلوماتان له امریکا څخه وباسي.

ښاغلي انتونوف له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی د همکارانو یوه لویه ډله چې ۲۷ کسان کېږي د خپلو کورنیو سره د جنورۍ په ۳۰ له امریکا ایستل کېږي.

روسیې له دې وړاندې هم ویلي وو، چې د ۲۰۱۶ کال راپه‌دېخوا کله چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې، امریکا څه دپاسه ۱۰۰ روسي دپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي اړ کړي چې له دې هیواد نه ووځي.

اړوند موضوعات: 

امریکا: فرصت برای جلوگیری از حمله نظامی روسیه به اوکراین رو به اتمام است.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا، ویلي دي چې د روان کال د اکتوبر تر ۲۹ پورې د ملګرو ملتونو په ګډون په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۲۰۰ روسي دپلوماتان په کار بوخت وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې په مسکو کې د غیر ډيپلوماتیکو ویزو د ورکولو بهیر وځنډاوه.

Leave a reply