د پیښور انتظامیه د سبزۍ منډیی په نرخونو باندې نزدې نظر ساتي: ایډیشنل اسسټنټ کمشنر پیښور

0
219

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور ضلعي انتظاميي له خواه په ښار کې د خوراکي توکو د کنټرول کولو او د خپلې خوښې قیمتونو اخستلو په ضد ددې ښار د انتظامي چارواکو له اړخه په بیله بیلو سیمو کې یو فعال سسټم وجود لري او د خوراکي توکو قیمتونه د سرکار له اړخه جاري کیږي.

هم دې سلسله کې چې د خوراکي توکو دغه قیمتونه کنټرول شي د پیښور ايډيشنل اسسټنټ کمشنر اعزاز احمد په سبزي منډي او د میوې په منډي کښې د بولۍ (اخستل او خرڅول) عمل څارنه وکړه او په دې موقع ی سرکاري نرخنامه هم جاري کړه.
په دې موقع د پیښور ډپټي کمشنر کپټن (ر) خالد محمود په رسنیو یو رپورټ خپور کړې او وایی چې د داوطلبۍ د پروسې او په ښار کې مو د خوراکي توکو د قیمتونو لپاره فعال سسټم جوړ کړې دې او هیچا ته هم اجازت ور نه کړو چې په عام اولس په ګران قیمت سره خوراکی توکي خرڅ کړي.

Leave a reply