د پاکستان د داروګانو جوړونکو اتحادیه افغانستان ته د ۱۰ لسو کروړو روپې داروګان ډالۍ کوي

0
192

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ افغان پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې له دولتي او غیر دولتي شخصیتونو سره کتلي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې په بېړني ډول د ژوند ژغورونکي درمل او د پاک افغان پولې په اوږدو کې ناروغانو ته د روغتیا اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد هم له پاکستانه وغوښتل چې افغان تخنیکرانو، نرسانو او پارامیډیکل کارکوونکو ته روزنه ورکړي څو د خپل هېواد روغتونونو ته ښه خدمت وکړي.

افغان پلاوي له غیر دولتي شخصیتونو سره هم لیدلي، د پاکستان د درمل جوړونکو ټولنې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو د مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي چې په یوه اوونۍ کې به دوه کانټینر درمل او د جراحي وسایل افغانستان ته ولېږي.

Leave a reply