چوهدري فوادحسین د 31 کروړه روپو پروژې ډبره کيښوده

0
132

باغي ټي وي رپورټ
چوهدري فواد حسېن په ټوبه (تحصيل پنډ دادن خان) کښې د ټراما سنټر د بنسټ ډبره کېښوده. په دې موقع د حلقې نه يو شمير ځای خلق او نور مشران هم موجود وو۔
په دې منصوبه به 31 کروړه روپۍ لګښت راځي, د ټراما سنټر په 11 کنال زمکه د توبه پرائمری صحت مرکز جوړیږی. د ټراما سنټر به دوه پوړیزه ودانۍ وي چې د عصبي جراحۍ، ارتوپیډیک جراحي او عمومي جراحي خدمتونه به لري. د حادثې په صورت کې به ټپیانو ته سمدستي طبي مرستې او همدارنګه لومړني روغتیایي اسانتیاوې برابرې شي.
په دي موقع چوهدري فواد اوویل چې د پي ټي اي حکومت بنیادی مقصد هو دادي چی عام اولس ته د کور په درشل د ژوند سهولتونه او اسانتیاوی ورکړي .هغه زیاته کړه چی حکومت غواړی داسې پروژې عملی کړي چې په ګنړ شمیر کې عام اولس ته فایده ورسي

Leave a reply