د ا.ا.ا مرستیال وايي چې هغه پخواني چارواکي چې افغانستان کې مېشت دي، بانکي حسابونه دې خلاص شي

د ا.ا.ا مرستیال وايي چې هغه پخواني چارواکي چې افغانستان کې مېشت دي، بانکي حسابونه دې خلاص شي
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې افغانستان بانک ته د یو شمېر پخوانیو هغو چارواکو د بانکي حسابونو د پرانیستل کېدو خبر ورکړل شوی دی چې په امارت کې کار کوي.
(2021 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا ریاست لوزرا ویلي چې د افغانستان بانک دې د تېر حکومت د هغو دولتي چارواکو بانکي حسابونه بېرته پرانیزي چې اوسمهال په امارت کې کار کوي.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې افغانستان بانک ته د یو شمېر پخوانیو هغو چارواکو د بانکي حسابونو د پرانیستل کېدو خبر ورکړل شوی دی چې په امارت کې کار کوي.
هغه ویلي چې د یادو چارواکو معاشونه دي هم د مربوطه ارګان تر تایید وروسته اجرا شي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان بانک: د مخکینیو دولتي چارواکو بانکي حسابونه دې وتړل شي
سمنګاني دغه راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د هغو دولتي چارواکو چې اوس په بهر کې دي او مسوولیت یې په رسمي ډول ا.ا ته نه دی سپارلی د هغوی بانکي حسابونه به تړلي وي.
د یادونې ده چې د تېر نظام تر سقوط وروسته ډېر شمېر دولتي چارواکي بهر ته ووتل او تر هغه وروسته ا.ا د تښتېدلو پخوانیو چارواکو بانکي حسابونه کنګل کړل.






