په لنډيکوتل بازار کې د خوګا خیل قوم مشرانو احتجاج کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
لنډيکوتل: د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل بازاذ د باچا خان چوک کښې د اين ايل سي په ضد احتجاجي جلسې ته په وینا کښې معراج الدين شنواري اوويل چې ټولې ستونزې به اتفاق او اتحاد سره هوارولې شي.
د خوګا قبیلې دې مشر اوویل چې د قوم د اربونو روپو زمکه دهاو دا مونږ چاله په خيرات کښې نه شو ورکولې۔
د یادونې ده چې دړخوګا خیل قبیلې مشرانو او ځوانانو د تیرو څو ورځو نه د پیښور او تورخم په لویه لار احتجاجی پرلت هم پیل کړې دې . ددوی غوښتنه چې په تورخم کې ددوی په زمکه ناجایزه قبضه دوی ته منظوره نه ده . د مشرانو وینا ده چې د تورخم زمکه ددوی د نیکو زمکه ده او په دی زمکه به هیچا ته هم دړقبضې کولو اجازت ور نه کړو .
مشران غوښتنه کوی چې دا مسله دې این ایل سي اداره دوی سره هواره کړي .






