ایران ته د افغانستان صادارتو کې ډیروالی راغلی دی

0
79

ایران ته د افغانستان صادارتو کې ډیروالی راغلی دی 

د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند ویلي چې له تېرو درې لسیزو ډېر وخت کېږي چې ایران ته د افغانستان صادارت کېږي خو بیا هم ایران د افغان توکو لپاره ښه بازار نه لري.

 

(2021 / 11 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سوداګرۍ خونه وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته د افغان توکو د صادراتو کچه ۱۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښیي.

د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند ویلي چې له تېرو درې لسیزو ډېر وخت کېږي چې ایران ته د افغانستان صادارت کېږي خو بیا هم ایران د افغان توکو لپاره ښه بازار نه لري.

د نوموړي په خبره هلته پرې لوړې تعرفې لګول کېږي او دوی غواړي چې ایران هم د نورو هېوادونو په څېر پر افغان توکو خپلې تعرفې کمې کړي څو په یاد هېواد کې د افغان توکو بازار ګرم شي.

اړوند موضوعات: 

 د افغانستان په صادراتو کې په تېرو درېیو میاشتو کې ډېروالی راغلی دی

په همدې حال کې د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې ایران ته د وچې مېوې، کرنیزو توکو او د ډبرو سکرو صادرات د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېر شوي دي.

Leave a reply