پاکستان کې د یو وسلوال برید پۀ ترڅ کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي
پاکستان کې د یو وسلوال برید پۀ ترڅ کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي
تر اوسه پورې د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پاکستاني حکومت او ټيټيپي ترمنځ تر اوربند وروسته د یو شمېر وسله والو پېښو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
(2021 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید تېره ورځ د شمالي وزیرستان په دته خیلو سیمه کې د پوځیانو پر پوسته شوی دی چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
اړوند موضوعات:
شمالي وزیرستان کې ترهګرو برید کړې، دوه پاکستاني سرتیري شهیدان شوي
پوځ ویلي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه هغه روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه پورې د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پاکستاني حکومت او ټيټيپي ترمنځ تر اوربند وروسته د یو شمېر وسله والو پېښو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.