کابل کې د رسنیو تر سانسو وروسته د بدخشاند اطلاعات و کلتور ریاست رسنیو ته خبر ورکړی چې د دوی لۀ اجازې پرته خبرونه خپارۀ نکړي
کابل کې د رسنیو تر سانسو وروسته د بدخشاند اطلاعات و کلتور ریاست رسنیو ته خبر ورکړی چې د دوی لۀ اجازې پرته خبرونه خپارۀ نکړي
دغه راز دغه راز د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، چې ښځې حق نه لري چې د خبر یا رپوټ جوړولو لپاره بهر ولاړې شي او یوازې باید دننه په ستودیو کې دیني او روزنیزې خپرونې پر مخ یوسي او خبرونه ولولي.
(2021 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه وایي، چې په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
یادې کمېټې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو تر اوسه هم له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې نه دي څېړلي او نه یې په تړاو څوک نیولي دي.
یادې کمېتې ویلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په بدخشان کې رسنیو ته امر کړی، چې خپل رپوټونه او خبرونه باید د دې ریاست له لوري تر سانسور وروسته خپاره کړي.
دغه راز دغه راز د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، چې ښځې حق نه لري چې د خبر یا رپوټ جوړولو لپاره بهر ولاړې شي او یوازې باید دننه په ستودیو کې دیني او روزنیزې خپرونې پر مخ یوسي او خبرونه ولولي.
د خوندیتوب کمېتي ویلي:
“د خبریالانو د وهلو ټکولو او ورسره د ناسم چلند او تاوتریخوالي پیښې په پرله پسې ډول دوام لري. حکومت که څه هم ددغه وضعیت د ښه کولو وعدې کړي خو له بدمرغه چې لاهم دغه شان پیښې تکراریږي.”
اړوند موضوعات:
بلال کریمي: د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوه توصیه ده
د خبرپاڼې له مخې، ختيځ زون کې د تېر جمهوري نظام له سقوط څخه تر اوسه شپږ راډيوګانو د اقتصادي ستونزو او رسنيز سانسور له امله نشرات بند کړي چې له امله يې ۶۰ تنه نارينه او ۸ ښځينه ژورنالېستانو دندې له لاسه ورکړې دي.
د یادونې ده، چې طالبانو له راتګ وروسته ۷۰ په سلو کې رسنۍ تړل شوي او پاتې نور یې هم تر محدودیتونو، سانسور او ننګونو لاندې فعالیت کوي.