هند کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله لس ګونه کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

0
148

هند کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله لس ګونه کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

د  هندوستان د د لویدیځ بنګال ایالت د نادیه په ولسوالۍ کې  د ټرافیکي پيښې له  امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپیان شوي‌ دي.

 

(2021 / 11 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هندوستان  کې ټرافیکي‌ پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د  هندوستان د د لویدیځ بنګال ایالت د نادیه په ولسوالۍ کې  د ټرافیکي پيښې له  امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپیان شوي‌ دي.

د لویدیځ بنګال پولیسو ویلي دي‌  یو بس موټر چې مړي‌ هندو سوزان ته انتقالول او ګنشمیر کسان هم پکې سپاره ول په لاره کې د ولاړې یوې لارۍ سره ټکر کړی دی.

پۀ دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې ده چې دا پيښه د ډیر زیات سرعت په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د پيښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

Leave a reply