م،م یو ځل بیا راتلونکو میاشتو کې افغانستان کې د سخت ناورین د پېښېدو خبر ورکړی دی 

0
181

م،م یو ځل بیا راتلونکو میاشتو کې افغانستان کې د سخت ناورین د پېښېدو خبر ورکړی دی 

ملګري ملتونه وایي که وضعیت همداسې دوام کوي په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی کېدلی شي او وضعیت ورو ورو یوې بشري فاجعې ته نږدې کېږي.

 

(2021 / 11 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی کېدلی شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د وچکالۍ او جګړو له امله په وروستیو کې د افغانستان کرنیزه برخه سختمه زیانمنه شوې ده.

دغه ادارې ویلي چې د افغانستان ستره برخه ورځنۍ اړتیاوې د کروندو او زراعت له لارې تامینيږي خو وروستیو وچکالیو او جګړو دا برخه زیانمنه کړې ده.

اړوند موضوعات: 

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان کې بشري ناورین د پراخېدو پۀ حال کې ده   

ملګري ملتونه وایي که وضعیت همداسې دوام کوي په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی کېدلی شي او وضعیت ورو ورو یوې بشري فاجعې ته نږدې کېږي.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو ویلي چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې پراخې شي او پر ملاتړو هېوادونو یې غږ کړی چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

Leave a reply