په لنډیکوتل کې د بجلۍ لوډشیډنګ ډیر زیات شوې دې

0
158

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبرپه تحصیل لنډیکوتل کې ځای خلقو اومشرانو شکایت کړې دې چې په دې سیمه کې د بجلۍ د نشتوالي له وجهې یو شمیر ستونزې رامخې ته شوي دي او په سیمه کې د اوبو کمې هم رامخې ته شوی .

د لنډیکوتل سیمې یو تن او د ټرانسپورټ اتحادیی مشر اسرار شینواري وایی چې د لنډیکوتل د ګرډ سټیشن عمله په یو پلان سره دې کلیو بجلي کټ کوي او هم دغه شان هغه خلقو ته بجلي ورکوي چې کوم ورله بډې رشوتونه ورکوي.
هغه اوویل چې د خیبر پښتونخو وزیراعلی ته ی خط هم لیږلې چې د لنډیکوتل ګرډ سټیشن کې مقرر اهلکار په ضد دې قانوني کاروایی وکړي ،هغه تور ولګولو چې ددې ګرډ سټیشن عمله ډیوټي نه کوي او هر وخت د دفتر نه غیرحاضر وي او ځایی خلقو نه د بجلۍ په بدله کې بډې رشوتونه اخلي.

Leave a reply