د خیبرپښتونخوا په انډر ۲۱ لوبو کې د قبایلي سیمو لوبغاړي هم برخه اخلي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د سپورټ دفتر یو ذمه وار ډسټرکټ سپورټ آفیسر راهدګل ملاګوري رسنیو ته ویلي دي چې په ۲۹ نومبر د پيښور په قیوم سپورټس کمیپلیکس کې پیلیدونکې د ۲۱ کالونه کم لوبغاړو لوبو کې به د ضم قبایلي سیمو څه کم او زیات ۱۵۰ لوبغاړي هم برخه واخلي.
هغه اوویل چې د قبایلی سیمو لوبغاړو ته د لوبو سامان چې پکښې د بوټان او د لوبو ځانګړې جامې وي،هغه ټولو قبایلي سیمو لوبغاړو ته ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د قبایلي سیمو لوبغاړو لپاره مو د قیوم سپورټ کمپلیکس سره نزدې هوټلو کې د استوګنې بندوبست هم کړې دې چرته به چې دې لوبغاړو ته د استوګنې او د خوراک سهولت ورکولې شي.






