د خیبر پښتونخوا د ښځینه د بیس بال لوبغاړو ټرایلز به نن واخستل شي

باغي ټي وي رپورټ
د خیبرپښتونخوا د بیس بال ایسوسي ایشن عمومي مرستیال شهاب الدین اعلان کړې دې چې د قومي بیس بال ټورنامنټ لپاره به د ښځینه لوبغاړو ټرایلز په ۲۸ نومبر(نن) ترسره شي.
د ایسوسي مشرانو اوویل چې دا ټرایلز به په عبدالولي خان سپورټس کمپلیکس کې واخستل شي ، د ا ټرایلز به د محمد وسیم او محمد عاصم په مشرۍ کې واخستل شی او د بهترین او تکړه لوبغاړو ټاکنه به وشي چې په اسلام آباد کې د ۱۸ دسمبر نه تر ۲۵ دسمبر راجوړ قومی بیس بال ټورنامنټ کې ګډون وکړي.
هغه اوویل چې ټرایلز په سل فیصده په میرټ او قابلیت وی او چې کومه ښځینه لوبغاړې د ښې لوبې مظاهر وکړه نو هغه به د خیبرپښتونخوا د ټیم برخه جوړه شي او په پایه تخت اسلام آباد کې به د خپلې صوبې نمانیدګي وکړي.





