د فوځ سرلښکر جنرل باوجوه د ایبټ آباد دور وکړه

0
260

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د ایبټ آرمي میډیکل کور ، اې ایم سي سنټر دوره وکړه او هلته ی د شهیدانو په یادګار ګلونو اوغوړل او شهیدانو ته ی دعا وکړه .

د اې پي پي یو رپورټ مطابق د پاکستان فوځ سرلښکر په رسمي توګه لېفټيننټ جنرل نګار جوهر ته د اے اېم سي د كرنل كمانډنټ بېجز ولګول څوك، نګار جوهر د لېفټيننټ جنرل په توګه هغه وړومبۍ مېرمن ده د پاکستان فوځ سرلښکر ورته د کرنل کمانډنټ بجز ولګول.
د فوځ سرلښکر اوویل چې زمونږ ډاكټران او پېرا مېډيكل سټاف د كووېډ 19 په ضد د وړومبي صف عسكر وو چا چې د پاكستان اولس حفاظت او خېرخېګرې لپاره د مثالي عزم او جذبې سره کار وکړو او خپل ځانونه ی هم قربان کړل.
د پاکستان فوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې جاري بیان کې ویلي دي چې د امن او جنګ په مهال د روغتيا اعلٰی معيار باوري كولو كښې د ایبټ میډیکل کالج اهلکار ډیر خدمت کړې دې او ددوی خدمتونه د ستاینې وړ دي.

Leave a reply