د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو له‌خوا پر رسنیو د تازه مقرراتو وضع کول د بیان ازادي کمزورې کوي

0
186

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو له‌خوا پر رسنیو د تازه مقرراتو وضع کول د بیان ازادي کمزورې کوي

تر دې وړاندې د طالبانو امر بامعروف او نهی عنل منکر وزارت رسنیو ته په استول شوي اته ماده‌ییزه لیک کې سپارښتنه کړې وه چې ښځینه خبریالانې دې حجاب وکړي او داسې کومه ډرامه دې خپره نه کړي چې لوبغاړي یې ښځې وي.

 

(2021 / 11 /27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یاد وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې د طالبانو له خوا پر رسنیو د وضع شویو محدیتونونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د طالبانو دا کار د ژمنو خلاف دي.

جرمني همدارنګه ويلي چې د طالبانو دغه اقدام د باور جوړېدو لپاره مناسب نه دى او زياته کړې ده چې د طالبانو د چلند او عمل په اساس به قضاوت وشي٠

تر دې وړاندې د طالبانو امر بامعروف او نهی عنل منکر وزارت رسنیو ته په استول شوي اته ماده‌ییزه لیک کې سپارښتنه کړې وه چې ښځینه خبریالانې دې حجاب وکړي او داسې کومه ډرامه دې خپره نه کړي چې لوبغاړي یې ښځې وي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا ویاند ویلي چې رسنۍ د نظام ستنې دي او د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکوو

په نویو مقرراتو کې دا هم ویل شوي دي چې هغه بهرني ‌او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او عنعنات په افغانې ټولنه کې خپروي ‌او د ټولنې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي باید نشر نه کړي.

Leave a reply