بلدیاتي ټاکنې د حکومت ښه پریکړه دې : حاجی نیاز آمین شینواري

باغي ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل شیخ مل خیل عالم خانی سیمې یو مشهور شخصیت او په بلدیاتي ټاکنو کې د تحصیل چیرمین څوکې لپاره امیدوار نیاز امین شینواری په خپله حجره کې د بلدیاتی انتخاباتو په اړه یوې غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې په قبایلي سیموکې د بلدیاتي ټاکنو فیصله یوه ډیره ښه پریکړه ده او دې سره د اولس مسلې او ستونزپه ښه توګه د هوارولو کوشش وکړې شي.
مشهور دیني عالم مولانا شعیب قادري ، صداقت شینواری او ددې سیمې مشرانو او ځوانانو په زیات شمیر کې په دې غونډه کې ګډون وکړه .
په دې موقع حاجي نیاز امین شینواری غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې دوی به دوی به بلدیاتي ټاکنو کې په پوره چمتووالی سره کمپاین پیل کړي او په دې ټاکنو کې به برخه واخلی.
هغه اوویل چې ددې ټاکنو په مدد به د ځای خلقو په ستونزو کمولو او هوارولو کې بریالۍ شي او چې وټاکل شي نو ا ولس ته په ښه توګه خدمت ته دوام ورکړي. لاره.
په دې موقع د سیمې مشرانو او خلکو د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره د نامزد شوي امیدوار د حاجي نیاز امین شینواري ته خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړو.






