په ضلع خیبر کې د شري په ضد د ویکسین لګولوکمپاین جاري دې. ډپټي کمشنر ضلع خیبر

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې ډپټي کمشنر خیبر منصور ارشد ویلي دي چې په ضلع کې د شري روبیلا وایرس ضد کمپاین دوام لري، د صحت محکمي روزل شوي ټیمونه په مختلفو سیمو او عامه ځایونو کې ماشومانو ته واکسین کوي.
په دې لړ كښې د ډپټي کمشنر خېبر منصور ارشد په مشرۍ كښې د شري او روبيلا وائرس كمپائن په اړه د جائزې غونډه د پېښور خېبر هاؤس كښې وشوه۔ په دې غونډه کې د اېډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) نويد اکبر، اسسټنټ کمشنر لنډي كوتل اکبر افتخار احمد، د صحت څانګې او نورو چارواكو ګډون وكړو۔
غونډې ته د شري/روبيلا ويروس پر وړاندې د مبارزې په اړه تر دې دمه په هر اړخيز راپور، ننګونو، د والدينو د انکار، په ښوونځيو کې د کمپاين او نورو مسايلو په اړه معلومات ورکړل شول.
د خېبر ډپټي کمشنر منصور ارشد له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ماشومانو له دې د شري او روبیلا نارواغې ضد واکسین ولګوي چې دوی خپل ماشانو دې خطرناکو او ځان اخستلو رنځونونه وژغوري.






