د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې یو مهم قرارداد پاس شو

0
145

باغي ټي وي رپورټ
د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې یو مهم قرارد پاس شوې دې، د قرارداد مطابق د نادرا فارم او د پاسپورټ په طرز نکاح نامه کې د ختم نبوت حلف نامې شاملول په اتفاق سره منظور کړې شو.

د اې پي پي رپورټ مطابق د جمعې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه كښې د مسلم ليګ (ن) غړي اختيار ولي حلف نامه وړاندې كولو په آخر کښې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم زنده باد تعرې هم اووهلې. ددې نه وړاندې هغه دا هم اوویل چې زه مسلمان يم او په حضرت محمدۖ او په غېر مشروط توګه په خاتم النبينۖ ايمان لرم. زه داسې يو كس هم نه منم څوك چې د حضرت محمدۖ نه وروسته د نبي لفظ د كومې هم تشريح لپاره استمعالوي يا په كومه حواله د نبي كېدو ادعا كوي يا د نبوت داسې مدعي نبي يا مذهبي مصلح يا مسلمان نه منم، زه مرزا غلام احمد قادياني دروغژن نبي ګڼم او دا د لاهوري يا قادياني ګروپ سره تعلق لرونكي پېروكار غېرمسلم ګنړم.
د محمد صلی الله علیه وآله وسلم په حق کې نعرو نه پس دا قرارداد په اتفاق سره منظور کړې شو.

Leave a reply