د هند له لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي کشمیر کښې کشمیریانو احتجاج کړي

باغي ټي وي رپورټ
د مقبوضه کشمیر سرینګر نه د کې پي آیی خبري ادراي یو رپورټ مطابق په بیلا بیلو سیمو کې د کشمیریانو سر د هندي فوځ له لوري د ظلمونو او د کشمیریانو د وژنې په ضد احتجاجی مظاهرې وشوې.
د کې پي آیی رپورټ مطابق د ځای خلقو مطابق مقبوضه کشمیر څخه هندي فوځ یو وړوکې د فوځ پوسته جوړه کړې ده او په هرځاي او چوک کې هندی فوځونه په کشمیري مسلمانانو زور ظلم کوی ، په کورونو چاپې وهي ، بې ګنا کشمیري مسلمانان وژنې او په سلګونو کشمیري مسلمانان ی په زندانونو کې بند کړي دې او ظلمونه پرې کوي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په سرینګر کې شپږ کشمیریان شهیدان کړل، په دې شهیدانو کې یو کشمیري سوداګر هم وو چې د هندي فوځ له خوا په ډیره بې دردۍ او بې رحمۍ سره قتل کړۍ شول.






