ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د وضعت د خرابېدو خبر ورکړی دی 

0
164

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د وضعت د خرابېدو خبر ورکړی دی 

د ملګرو ملتونو له ماشومان د ملاتړ صندوق چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي وضعیت یې مخ پر خرابېدو دی.

 

(2021 / 11 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي د افغانستان وضعیت مخ پر ترینګلتیا دی.

د ملګرو ملتونو له ماشومان د ملاتړ صندوق چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي وضعیت یې مخ پر خرابېدو دی.

د سرچینې په خبره یاد وګړي د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري چې باید پر وخت ور ورسول شي.

اړوند موضوعات: 

شنونکي: افغانستان کې د همداسې وضعت دوام د افغانستان او سیمې لپاره د خطر زنګ دی

د یونسف ادارې چارواکو بیا ویلي چې له دې ډلې تر ټولو ستر خطر افغان ماشومانو ته متوجه دی چې که مرسته و نه شي نو وضعیت به تر دې هم ترینګلی شي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، اوچا او سره صلیب هم له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

Leave a reply