حکومت په قبایلي سیمو کې د بلدیاتو ټاکنو کولو ډیره ښه فیصله کړې ده: عبدالمنان آفریدي

باغي ټي وي رپورټ
د خيبر ضلعې جمرود سيمه کښې د ګنډي ون وي سي فور جنرل کونسلر لپاره پخواني ايجنسئ کونسلر حاجي عبدالمنان آفريدي او د يوتھ کونسلر محمد عرفان آفريدي د مختلفو قبيلو مشرانو او ځوانانو سره يو ځائي پريس کانفرنس ته خطاب په وخت اووئيل چي قبائل محلي ټاکنې د حکومت غوره پرېکړه ده او د حکومت دا فیصله چې په دې سیمه کې بلدیاتي ټاکنې وشی ، یوه ډیره غوره او ښه فیصله ده، هغه د وزیراعلی هم خصوصی مننه وکړه چې په سیمه کې ی د بلدیاتي ټاکنو اعلان کړې دې.
ده ووئيل د غنډي ون وي سي فور په بلدياتي انتخاباتو كښې د ځايي قومي مشرانو او ځوانانو ملاتړی ترلاسه کړې دے، هغه زیاته کړه چې مونږ به په دې اړه عملي ګامونه پورته كړو او د ځای اولس ته راپیښو مسلو او ستونزو هوارول لپاره به حکومتی ادارو سره کار وکړو چې ددې سیمې د خلقو ستونزې هواري کړو، اولس ته استانتیاوې پیدا کړو چې دوی ښه ژوند تیر کړي.






