پاکستان افغانانوسره د افغانستان نه په انخلا او دوی سره په هر ډګر مرسته کړي ده: معید یوسف

باغي ټي وي رپورټ
د وزیراعظم د قامي سلامیتان صلاحکار معید یوسف په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان په اړه باید د سیاست نه پرته کار وکړې شي، هغه زیاته کړ چې دا مهال نړۍ له 35 نه تر 40 مليونه افغانانو له مرستې ته پام لرنه پكار ده، معید یوسف ویلي دي چې افغانان نن سبا ستونزو سره مخ دي او په دې اړه چې پاکستان څه كولې شي هغه هلې ځلې ی پیل کړي دي.
د اې پي پي رپورټ مطابق و نوموړي د د سی اين اين سره په خپله مركه کې اوویل مونږ ټولو له به ځان په دې خبرول وي چې په افغانستان كښې څه ډول انساني تباهي رامخې ته كيدې شي۔ ډاکټر معيد يوسف ووئيل د ملګرو ملتونو ورلډ فوډ پروګرام (ډبليو ايف پي) په خپل يو رپورټ كښې وئيلي دي چې 23 مليونه افغانان د يخنۍ په موسم كښې د خوراك كمي سره مخ كيدے شي چې دا به ددي افغانانو ژوند د سخت خطر سره مخ کړي.
هغه زیاته کړه چې لويديزې ادارې دا هم رپورټ وركړے چې د افغانستان ميرمنې د كورونو د استعمال څيزونه د خپلو بچو د خوراك لپاره خرڅوي، هغه وایی چې لږ تصور دې وكړے شي چې كه چرته داسې كېږي نو په دې څه غبرګون رامخې ته كيدے شي۔
ده ووئيل اصل مسئله دا ده چې نړيوالو انساني تنظيمونو له په افغانستان كښې د پیسو وركولو اجازه نه وركړے كېږي چې له وجهې ی په افغانستان کې مالي ستونزې رامخې ته شوي دي.





