انتظامیه دې د علمای دین امنیت لپاره عملي ګامونه پورته کړي : د جې يو آیی مشرانو غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
حکومت باید د جمعیت علمای اسلام او د جرګې له غړو سره کړې ژمنې عملي کړي، انتظامیه باید قاتلان په لسو ورځو کې ونيسي، که قاتلان و نه نیول شول نو دوی به په پېښور کې بد ټولو قبايلو په ګډون احتجاجي لاريون وکړي، انتظامیه باید د علماوو امنیت لپاره ګوټلي ګامونه پورته کړي.
د دې خيالاتو څرګندونه د جمعيت علماء اسلام فاټا امير ايم اين اے مفتي عبدالشكور، ډپټي سيكرټري الحاج احمد سعيد، د جے يو آئي خار سب ډويژن نامزد كانديد حاجي سيد بادشاه باجوړ پريس کلب خار كښې بېړنۍ خبري كنفرنس ته د وينا په مهال وكړه۔
په دې موقع د جے يو آئي فاټا وياند قاري جهاد شاه، فرهاد علي، مفتي فضل محسن، حاجي امير جان او حاجي نعيم الله جان هم وو. هغه وويل، چې د قاري الياس قاتل هغه نه و، چې پر ده يې ډزې وکړې، بلکه هغه څوک ی قاتل دې چې له پرله پسې غوښتنو سره سره يې د امنيت په ټينګښت کې غفلت کړى دې.
هغه وويل او تور ی ولګول چې د باجوړ تر ټولو لويه ستونزه امن دى. د پولیسو پرسونل د DPO او ټاکل شوي استازو په شخصي خدمت کې بوخت دي کومه چې د اندیښنې وړ خبره ده.
………………………………………………………






