تجارت په لحاظ د تورخم پوله ډیر یو لوی اهمیت لری: معید یوسف

0
160

نصیب شاه شینواري
نن د پاکستان وزیراعظم عمران خان د قامي سلامتیا سلا کار معید یوسف د پاک افغان بارډر تورخم دوره وکړه، په تورخم نوموړي د ایمپورټ او ایکسپورټ ټرمینل معاینه هم وکړه او په تورخم کې ورته د ځای چارواکو له اړخه د پاکستان اوافغانستان د تجارت او یو شمیر نور مسلو په اړه بریفنګ هم ورکړې شو.

په ټویټر پانړه معید یوسف لیکي چې د پاک افغان بارډر تورخم یو ډیر لوی اهمیت او دا ځای یو ډیر لوی تاریخ او اهمیت لری، د نړۍ مشران او نمایندګان دلته راغلي.
هغه لیکي چې ددې ځای د تجارت په لحاظ ډیر یو لوی اهمیت دي، هغه وایی چې یوه هفته وړاندې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د افغانستان لپاره د ایپکس کمیټۍ غونډه شوې وه او هم دا ی ماله ذمه واري راکړې وه چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارت،اړیکو او یو شمیر نور مسلو جایزه واخلو ، هغه زیاتوي چې هم د هغه غونډې په لړۍ کې نن ما د تورخم بارډر دوره وکړه چې اوګورم او دلته په پوله د افغانستان او پاکستان د تجارت په مخ کې کوم خنډ، ځنډ یا نورې کومې ستونزې چې وي نو لرې شي او پاکستان او افغانستان د تورخم له لارې ونښلول شی چې تجارت وده وکړي.

Leave a reply