په حیات آباد کې د پولیس اهلکار وژنه، یو تن ددې پولیسو د وژنې په تور نیول شوې
باغي ټي وي رپورټ
د پيښور په حيات آباد فیز سات سيمه کښي د سرچ اپریشن دوران په پوليس باندي ډزي کونکي ملزم ګرفتار کړے شوے دے۔
د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق په حیات آباد کې نن د پولیسو له لوري د شکمنو وسله والو په ضد فیز سات کې په کاروائي کښي د اے ايس آئي رياض خان او کانسټيبل جعفر پشمول دوه پوليس اهلکار اووژل شول۔
په دي اړه د پوليس انسپکټر جنرل معظم جهان انصاري وينا ده چي په حيات آباد کښي د مشکوکو کسانو د موجودګي اطلاع ترلاسه شوي وه کله چي دوي کور ته د ننوتو کوشش کړے وو نو د کور دننه ډزې وشوې. دغه راز ۲ تنه پولیس ځای په ځای ووژل شول. ده وويل چې له وسلو سره يې ٧ شکمن کسان نيولي دي او دې کسانو نه پلټنې روانې دي.