په تورخم به روزانه ۱۰۰سل افغان مریضان پاکستان ته راځي

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور کور کمانډر ليفټننټ جنرل فيض حميد تيره ورځ د تورخم پولې مهم دوره کړې وه او د افغان چارواکو سره ئې هم ملاقاتونه کړي وو۔ د سکيورټي سرچینو ترمخه د کور کمانډر سره آئي جي فرنټيئر کور ميجر جنرل عادل يامين هم وو۔

د مشرق نیوز رپورټ مطابق د خيبر رائفل کمانډنټ کرنل رضوان نذير مېلمنو ته د پولې په صورتحال بريفنګ ورکړو۔ د قول اردو د قوماندان په مشرۍ امنیتي چارواکو له افغان چارواکو سره وکتل او په دې غونډه کې یې ګډون وکړ. د افغان پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت مرستیال قاري نور جلال کوله. په غونډه کې په تورخم پوله افغان وګړو ته د ټرانسپورټي اسانتیاوو په برابرولو هوکړه وشوه او له اته کلنۍ کم عمره ماشومانو ته به له سفري اسنادو پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.
په دې موقع پرېکړه وشوه چې هره ورځ به سل تنه افغان ناروغان له سفري اسنادو پرته پاکستان ته د تلو اجازه لري. په غونډه کې د تورخم په پوله د مهاجرینو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د کارکوونکو په شمیر کې د زیاتوالي په اړه هم موافقه وشوه. په هرصورت، د کډوالۍ د کارمندانو د زیاتولو وروستۍ پریکړه به د لومړي وزیر په اجازت سره وشي. د کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد د دورې په مهال د پاک افغان لويه لار باندې د حفاظت سخت انتظامات شوي وو او د پاکستان پوځ او پوليس اهلکار په گڼ شمير کې گمارل شوي وو .

Leave a reply