په باړه کې انتظامیه قانوني کاروایی کړې ، ۳ سټیل کارخاني ی سیل کړي
باغي ټي وي رپورټ
د پيښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود د حکم په رڼا کښې ضلعي انتظاميي د خيبر ماحوليات محکمي سره په شريکه باړه کښي د فولادو او رولنګ ملونو په ضد ګډ کاروائي لپاره 03 فولادي کارخانې سيل کړي دي کوم چي د ماحولياتو ککړتيا او د ضابطه اخلاق خلاف ورزي کوي۔
د پيښور ډويژن د کمشنر رياض خان محسود د احکاماتو په رڼا کښې د ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد په مشرۍ کښې اسسټنټ کمشنر (باړه) نيک محمد بنګش په مشرۍ کښې تحصيلدار آصف خان او د ماحولياتو محکمي چارواکو سره په ١١ اسټيل ملونو، رولنګ ملونو او د صوبه سرحدونو کښې کاروائي کړې ده۔ په باړه کې نورې فابریکې د چاپېریال ساتنې د ادارې له خوا وضع شوي ضابطه اخلاق او د چاپېریال ککړتیا بیا کتنه وکړه، د عملیاتو په ترڅ کې د چاپېریال ریاست له اصولو څخه د سرغړونې او د چاپېریال ککړتیا په وجه درې ۳ فابریکې وتړل شوې، . په همدې حال کې د ۴ فابریکو خاوندانو ته خبرداری ورکړل شوی چې په ټاکلي وخت کې په قانون عمل وکړي.