عربي متحده آیالاتو د کابل هوايي ډګر په هکله د ا.ا.ا سره خبرې پیل کړې دي 

0
197

عربي متحده آیالاتو د کابل هوايي ډګر په هکله د ا.ا.ا سره خبرې پیل کړې دي 

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې ترکیې د امنیتي چارو ترڅنګ له قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوایي ډګر د چارو پر مخ وړلو لپاره ټټر وهلی دی خو ا.ا ورته ویلي چې دوی یې نظامي حضور نه مني خو د تخنیکي مرستې یې هرکلی کوي.

(2021 / 11 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

متحده عربي اماراتو له افغان حکومت سره د کابل هوایي ډګر د چلولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، متحده عربي امارات له تېرو څو اونیو راهیسې له افغان حکومت سره د کابل هوايي ډګر د چلولو پر سر مذاکرات کوي.

راپور کاږي، له افغان حکومت سره د کابل هوایي ډګر د چارو پر مخ وړلو په اړه مذاکرات ښیي چې سیمه ییز قدرتونه په افغانستان کې د نفوذ ترلاسه کولو په لټه کې دي.

راپور کې دغه راز د یو شمېر ډیپلوماټو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راغلي چې امارات هڅه کوي په افغانستان کې د قطر د نفوذ مخه ونیسي.

اړوند موضوعات: 

‏قطر: له یوې واضحې معاهدې پرته د کابل هوايي ډګر مسوولیت نه اخلو

Leave a reply