د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړ پوړي پلاوي پۀ مشرۍ دوحې ته ځي 

0
144

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړ پوړي پلاوي پۀ مشرۍ دوحې ته ځي 

بهرنیو چارو وزارت دا خبر وروسته تر هغه ورکوي چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست ویلي وو چې دی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان دی.

 

(2021 / 11 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی دوحې ته ځي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، متقي به د رواني میاشتې له ۲۷ تر ۲۹مې نیټې پورې په دوحه کې د اروپایي ټولنې، امریکایې استازو او نورو اړخونو سره پر سیاسي موضوعاتو، کنګل شویو پیسو، بشري مرستو، زده کړو، روغتیا، کابل کي د سفارتونو پر امنیت، د هغو پر خلاصون او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.

په یاد پلاوي کي به د پوهني، روغتیا، مالیې، امنیت او د افغانستان بانک استازي هم برخه ولري.

اړوند موضوعات:  

د ا.ا.ا او امریکا تر منځ یو ځل بیا پنځلس ورځني مذاکرات پیلېږي

بهرنیو چارو وزارت دا خبر وروسته تر هغه ورکوي چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست ویلي وو چې دی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان دی.

Leave a reply