تورخم: تر ۸ کلونو کم ماشومانو ته له سفري اسنادو پرته پاکستان د تګ اجازه ورکړل شوہ

پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان او پاکستاني چارواکو تېره ورځ په تورخم کې کتلي او له دغه لارې د مسافرو ته په لازمو اسانتیاو برابرولو یې هوکړه کړې ده.
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت معین قاري نورجلال په مشر یو پلاوي او د پاکستان د پېښور قول اردو قومندان فیض حمید تېره ورځ په تورخم کې سره کتلي ديدي.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو موافقه وکړه چې له ۸ کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته به د پاسپورت او ویزې پرته د تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.
تر دې وړاندې پاکستاني لوري له یو کلن کم عمر ماشومانو ته له پاسپورت او ویزې پرته د تورخم له لارې د تګ اجازه نه ورکوله.
همدا راز دواړو لورو هوکړه وکړه چې هره ورځ به ۱۰۰ افغان ناروغانو ته له سفري اسنادو پرته پاکستان ته د تګ اجازت ورکول کیږي.
افغان او پاکستاني لورو پر دې په پرنسيپ کې توافق وکړ چې په تورخم کې به د امیګریشن (ټاپې وهلو مسوولین) کارمندان هم زیاتیږي خو په دې اړه وروستۍ پریکړه به د پاکستان لومړي وزیر له اجازې وروسته کیږي.
د تورخم لاره تېره میاشت له یوه اوږده ځنډ وروسته د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه، خو د مسافرو د ډيروالي او د پاکستان لوري ته د امیګریشن د پروسې سستوالي له کبله مسافر مجبور دي په تورخم کې شپه سبا کړي څو پاکستان لوري ته واوړي.






