که ویلج سیکرټري ټاکنه د میرټ په ضد شوي وي نو دوی به احتجاج پیل کړي

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په باړه تحصیل کښې په سرکاری څوکیو د ولیج سیکرټرانو تقررئ د میرټ او لاټری په بنیاد کړی شوی دی نو بیا به نه ختمیدونکی احتجاجی تحریک شروع کړی شي.

دا خبره ډاکټر عبدالوهاب او د مختلفو قومونو سره تعلق لرونکو خلکو باړه پریس کلب کښې د میډیا نمائندګانو ته وکړه. په دي موقع د سماجي کارکنانو ډاکټر عبدالوهاب، خيال مت شاه او امتياز احمد، محمد عمر، شاهزيب او نصير احمد پشمول د مختلفو قومونو اميدوارانو ګډون اوکړو۔ د غونډې ګډونوالو تور ولګاوه چې د باړې په ۸۹ شوراګانو څوکۍ په نااهل کسانو ډکې شوې دي.
د غونډې ګډونو والو ګواښ ورکړو چې دوی به پلټنې وکړي او که د میرټ په ضد دا څوکۍ ډکې شوي وي نو به په احتجاج لاس پورې کړي او ددې په ضد به عدالت ته هم لاړ شي.

Leave a reply