د افغانستان اولس لپاره د پاکستاني اولس له اړخه بشري مرستې ولیږل شوې
باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم نن د افغان اولس لپاره د پاکستانی اولس له لوري بشري مرستې ولیږل شوې ، په بشری مرستو کې خوراکی توکي او د ژوند نور ډیر ضروري سامان وو چې په تورخم پوله افغان چارواکو ته حواله کړې شو.
د چارواکو مطابق دا سامان چې په ۶ شپږو ټرکونو کې بار وو د بسم الله خیرښیګړې تنظیم له اړخه افغان اولس ته ډالۍ شو، په دې بشري مرستو کې خوراکي توکي ، وریژې ، غوړي، دال او د ماشومان لپاره د ژمې ګرم لباس وو کوم چې افغان افغان چارواکو ته ورکړې شي.
د یادونې ده چې په تورخم پوله ددې نه وړاندې هم د پاکستان اولس او د پاک افغان د همکارۍ ټولنې له اړخه افغان اولس لپاره بشری مرستې لیږل شوي، د رپورټ مطابق د ۱۰۰۰ ټن نه زیات خوراکي توکي او داروګان افغان اولس ته لیږل شوي دي کوم چې د افغانستان په ولایتونو کابل، کندهار،خوست او ننګرهار کې مستحقو افغانانو ته ورکړې شوې دې.