ډاکټر معیدیوسف د پاک افغان بارډر تورخم دوره وکړه

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران د قومی سلامتیا لپاره ځانګړې مشاور ډاکټر معید یوسف او د پاکستان وزیراعظم عمران د افغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق خان نن د پاک افغان بارډر تورخم دوره وکړه.
په بارډر د سرچینو مطابق دې لوړپوړې وفد په تورخم پوله د دواړو ملکونو سوداګرو او مسافرو ته راپیښې یو شمیر ستونزو باندې ټینګار وکړو او ددې ستونزو د هوارولو لپاره ی اړوند ادراو ته لارښوونه وکړه چې ددې ستونزو هوارولو لپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
د پاکستان ددې لوړپوړه چارواکو پلاوي سره د افغانستان اسلامی امارت نماینده پلاوي هم ملاقات وکړه او د افغان وګړو او سوداګرو ته راپیښ د یو شمیر ستونزو نه ی پاکستانی چارواکي خبر کړل ، په دې موقع د پاکستان له اړخه د افغان وفد او مشرانو ته باور ورکړې شو چې د افغان مریضان، عام وګړو او د افغان سوداګرو ستونزو د هوارولو لپاره به عملي ګامونه پورته شوي ، د دواړه اړخه ژمنه وشوه چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو په لړ کې به هم عملي هلې ځلې وشي.






