د پیښور او تورخم په لویه لار ترافیکي پیښه کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د جمرود بهګيري چيک پوسټ سره نزدې د ګاډي او ټوډي ګاډي ترمينځه ټکر کښې څلور کسان سخت ژوبل شوي دي۔، سرچینې وایی چې د زخمیاتو تعلق د افغانستان نه دې ، زخمیان کسان روغتونه ته رسول شوي دي.
د ضلع خیبر د ریسکیو دفتر نه جاري شوي یو بیان مطابق د ریسکیو 1122 ته اطلاع ورکولو سره سم طبي ټیمونه موقعې ته رسیدلي او ژوبل کسان ئي د جمرود هسپتال ته رسولي دي. د سرچینو مطابق وروسته هغه د نورو علاج لپاره حیات آباد میډیکل کمپلکس ته ولیږل شول.
د سرچینومطابق د زخمیانو تعلق د ګاونډی هیواد افغانستان نه دې ، د یادونې ده چې د ځای خلقو مطابق د د ضلع خیبر ۱۱۲۲ ریسکیو اداری اهلکارو ته چې لکه هم داسې د بدې پیښې خبر ورسي نو دوی سمدستي د پیښې ځای ته ځانونه رسوي، زخمیان روغتون ته رسوي . ځای خلقو د ریسکیو اهلکارو ددې خدمتونه ستاینه کړې ده.






