د DRC مؤسسې میدان وردګ ولایت کې ۱۴۹ دا خلي بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

د DRC مؤسسې میدان وردګ ولایت کې ۱۴۹ دا خلي بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه
نوموړي زیاته کړه موږ هڅې کوو خپلو اړمنو خلکو ته د ولایت مقام سره په همغږۍ له مرکزي حکومت او مرستندویه مؤسساتو څخه لا ډیرې مرستې راجذب کړو.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو د کډوالو چارو امریت سره په همغږۍ د DRC مؤسسې له لوري د هغه (۱۴۹) کورنیو سره چې له ولسوالیو څخه مرکز میدانشار ته را کډه شوې وې، د ولایت مقام د استازي په حضور کې د دریو میاشتو د کورنو د کرایې د ور کړې په موخه نغدي مرسته وشوه.
د دغه مرستو د وېش پر مهال د کډوالو چارو امر مولوي فضل عمر اخندزاده وویل: “په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکول کیږي.”
اړوند موضوعات:
کاپیسا ولایت کې د ا.ا.ا له دولتي مامورینو سره پنځه پنځه زره افغانۍ مرسته وکړه
نوموړي زیاته کړه موږ هڅې کوو خپلو اړمنو خلکو ته د ولایت مقام سره په همغږۍ له مرکزي حکومت او مرستندویه مؤسساتو څخه لا ډیرې مرستې راجذب کړو.
د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې سرۀ صلیب خبر ورکړی چې یوازې بشري مرستې بسنه نکوي او د خلکو د اړتیاوو لپاره باید نغدي مرستې هم وشي.



