کاپیسا ولایت کې د ا.ا.ا له دولتي مامورینو سره پنځه پنځه زره افغانۍ مرسته وکړه
کاپیسا ولایت کې د ا.ا.ا له دولتي مامورینو سره پنځه پنځه افغانۍ مرسته وکړه
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست رئیس وايي چې یاد ولایت کې یې د معاشو د ځنډ او مامورینو ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت هر دولتي مامور سره پنځه پنځه زره افغانۍ مرسته وکړه.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست رئیس وايي چې یاد ولایت کې یې د معاشو د ځنډ او مامورینو ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت هر دولتي مامور سره پنځه پنځه زره افغانۍ مرسته وکړه.
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق ویلي چې د پخواني حکومت د ړنګېدو او د نوي حکومت راتګ د دولتي مامورینو د معاشونو د ځنډ او خنډ لامل شوي؛ چې اوس مامورینو له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ؤ.
ښاغلي وثیق زیاته کړې چې د مامورینو د یادو ستونزو د حل لپاره له دوی سره پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د مامورینو له ډلې یو تن وویل ” له طالبانو مننه کوم چې موږ سره دغه مرستې وکړې، موږ څلور میاشتې معاشونه نه ؤ اخستي، کور کې مو نور د خوراک لپاره هېڅ هم نه درلودل، په دې پنځه زره افغانیو به څه ناڅه د کور ستونزې حل کړو” دغو مامورینو همداراز د ا.ا.ا څخه غوښتنه وکړه چې د دوی معاشونه ژر تر ژره ورکړي.
تر دې وړاندې د کابل، کندز، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو مامورینو سره نغدي مرستې شوې وې.