پاکستاني طالبانو ویلي، چې د پاکستان لۀ حکومت سره یې تر دې دمه مذاکرات نه دي پیل کړي

پاکستاني طالبانو ویلي، چې د پاکستان لۀ حکومت سره یې تر دې دمه مذاکرات نه دي پیل کړي
نوموړي زیاته کړې، له پاکستان حکومت سره د خبرو لپاره نه خو تر اوسه کومه کومېټه ګومارل شوې او نه هم دوی کوم شرط وړاندې شوی دی.
د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې څه موده وړاندې راپور ورکړی و، چې پاکستاني طالبانو د اوربند ټینګېدو په مقابل کې د پاکستان حکومت ته درې اساسي شرطونه ایښي.
(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستاني طالبانو یو ویاند محمد خراساني وايي، هغه راپورونه دروغ دي، چې ګواکې د پاکستان حکومت د دوی د ډلې ۱۰۰ تنه زندانیان خوشې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، له پاکستان حکومت سره د خبرو لپاره نه خو تر اوسه کومه کومېټه ګومارل شوې او نه هم دوی کوم شرط وړاندې شوی دی.
د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې څه موده وړاندې راپور ورکړی و، چې پاکستاني طالبانو د اوربند ټینګېدو په مقابل کې د پاکستان حکومت ته درې اساسي شرطونه ایښي.
اړوند موضوعات:
د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمینځ مذاکرات پیل شوي
په یادو شرطونو کې په یوه درېیم هېواد کې د پاکستاني طالبانو لپاره د دفتر خلاصول، پاکستان کښې د شرعي نظام نافذېدل او د قبایلي ضلعو دپخواني حیثیت بېرته پرځای کولو غوښتنې شاملې وې.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت او ټي تي پي ترمنځ د سولې په خبرو کې افغان طالبان منځګړیتوب کوي.






