د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمینځ مذاکرات پیل شوي

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په انټرویو کښې ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي، خان وایی چې طالبان که اسلحه اوغورزوي نو پاکستان به ی معاف کړي.
یاده دې وی چې د تحریک طالبان پاکستان سره په خبرو کښې د امارت اسلامي افغانستان د دریم ګړي کردار ادا کوي، عمران خان په مرکه کښې دا هم ویلي دې چې دوی هروخت دا دریځ وړاندې کړي چې د افغانستان مسله حل د جنګ له لارې ممکن نه دې او ددې ستونز حل دې د خبراترو له لارې را او ویستل شي.
یاده دې وی چې تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت مذاکرات په داسې وخت کښې پیل شوی چې په افغانستان کښې د امارت اسلامي افغانستان حکومت راغلې او د طالبانو نوي عبوري حکومت دا اعلان کړې چې د افغانستان خاوره به د هیچا خلاف هم د استعمالولو اجازت ور نه کړو.
دا هم د یادونې وړده چې کله د پاکستان ځواکونو په پاکستان کښې د ترهګرو په ضد عملیات شروع کړل نو د تحریک طالبان پاکستان څه مشران افغانستان ته لاړل، ټي ټي پي په پاکستان کښې د ډیرو بمي بریدونو ذمه واري اخستي ده، به دې بریدونو کښې فوځي اهلکار او نور سرکاري ځایونه او اهلکار په نخه شوي دي.
https://www.youtube.com/watch?v=pU_F1IRQTfg






