امریکا کې د وروستۍ پېښې عامل د پنځو لویو جرمونو پۀ تور محکمه کېږي

امریکا کې د وروستۍ پېښې عامل د پنځو لویو جرمونو پۀ تور محکمه کېږي
همداشان نوموړی جرمي سابقه هم لري. د نوامبر د میاشتې په پیل کې هم د یو جرم د ترسره کولو نه وروسته نیول شوی وو چې وروسته د زر امریکايي ډالرو د ضمانت په بدل کې خوشې شوی وو.
(2021 / 11 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین په ایالت کې د موټر سره د پنځو تنو د وژلو او څه باندې د ۴۰ تنو ټپي کوونکی ډاریل بروکس د لومړۍ درجې جنایت په تور محاکمه کیږي.
د ویلو ده چې ډاریل بروکس د نوامبر په ۲۱ مه نیټه د تیرې یکشنبې په ورځ د خپل یو سور رنګه موټر سره د د کرسمس او شکران د ورځې په لمانځونو کې موټر وځغلو چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۴۰ ډیر کسان ټپیان شول.
د واوکشا د ښار پولیسو مشر دان ټومپسن خبري غونډې ته وویل چې دا برید د ۳۹ کلن بروکس لخوا ترسره شوی دی او جرمي شریک نلري. همداشان دا پيښه د ترهګرۍ سره هم کوم تړاو نلري.
اړوند موضوعات:
امریکا کې یو بریدګر شل کسه پۀ موټر وهلي دي
ډاریل بروکس د پنځو جلا جلا جرمونو له امله د لومړۍ درجه جنایت په تور محاکمه کړی شي.
هغه وویل چې ډاریل بروکس د یو بل جرم د ترسره کولو نه وروسته د پولیسو نه د تیښتې په حال کې وو چې د کرسمس پر لمانځونو برابر شو او دلته يي په لسګونو تنه د موټر لاندې کړل.
همداشان نوموړی جرمي سابقه هم لري. د نوامبر د میاشتې په پیل کې هم د یو جرم د ترسره کولو نه وروسته نیول شوی وو چې وروسته د زر امریکايي ډالرو د ضمانت په بدل کې خوشې شوی وو.
د ویلو ده چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله تیر کال هم ځنډول شوي د کرسمس او شکران د ورځې لمانځنې سږ کال د نویل د رخصتۍ نه مخکې جوړ شول.
پدې لمانځونو کې د ویسکونسین ایالت د کاتولیک کلیسا اړوند د ښوونځي زده کوونکو ، ښوونکو، راهبانو او په زرګونو تنو نورو ګډون کړی وو.
همداشان پدې مراسمو کې د موسیقۍ او نڅا ډلو هم ګډون کړي ؤ.






