په لاهور کښې د ښځې هنرمندې د پولیس نه دوه ملګري آزاد کړي

باغي ټي وي رپورټ
په لاهور کې د سټیج اداکارې دعا چوهدري د خپلو ښځینه ملګرو سره د ګرین ټاون پولیس سټیشن ته ننوتلې او د هغې دوه ملګري یې د پولیسو څخه آزادې کړي دي. د پولیسو په وینا تیره شپه په ګرین ټاون کې د سټیج اداکارې دعا چوهدري په کور کې د زیږون په جشن کې شور راپورته شو او بیا روسته هنرمندي پولیسو سره نښته پیل کړه.
د جیو نیوز یو رپورټ مطابق پوليسو دوه کسان عدنان او عبدالله نيولي او پوليس سټېشن ته يې بوتلل، لږ وروسته دعا چوهدري له څو ښځو سره ګرين ټاؤن پوليس سټېشن ته ورسېدل او دواړه ملګري يې په زوره خوشي کړل. د پوليس ترمخه د اوو ښځو پشمول د لسو کسانو په ضد مقدمه درج کړې شوې ده۔ د رپورټ مطابق د ايف آئي آر ترمخه دعا چوهدري فضا، کائنات، سحر او دوه نورو ملګرو سره په پوليس سټيشن حمله کړي او دوه ملګري ئي ئي د پوليس نه بچ کړي دي۔