باجوړ ښار احتجاجا تړل شوې دې

باغي ټي وي رپورت
د ضم قبایلی سیمې په ضلع باجوړ کې ځایی خلقو او سوداګرو له لوري د باجوړ ښار د احتجاج په توګه تړل شوي دې، سوداګر د قاری الیاس په وژنه په احتجاج لاس پورې کړې دې او بازار کې ی ټول کاروبار او دوکانونه تړلي دي.
د ضلع باجوړ ځایی خبریالانو حسبان الله او بلال یاسر هم په خپل ټویټر پانړه دا خبر خپور کړې دې دې چې نن ټول د باجوړ ښار د قاری الیاس په وژنه باندې احتجاج کړې دې او ټول کاروبار او دوکانونه ی تړلي دي.
د یادونې ده چې پرون د قاری الیاس په وژنه د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشرانو هم د احتجاج ویلي وو او دوی د قاري الیاس وژنه په سختو ټکو کښې غندنه کړې دي.
یاده دې وي چې هم ددې شهید قاري الیاس یو بل رور مفتی سمیع الله هم دوه کاله وړاندې شهید کړې شوې وو.
قاری الیاس کے شہادت کے خلاف عنایت کلے بازار کے صدر عمران ماہر کی کال پر عنایت کلے بازار مکمل طور پر بند ، شٹر ڈاؤن ہڑتال pic.twitter.com/CfpNRGhbcn
— Hasban Ullah (@hasbanullahkhan) November 23, 2021






