د پولیس ادارې مشران وایی د هدفي وژنو ګروپ ی معلوم کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
پوليس چارواکو د خزانه پشمول مختلفو سيمو کښې د پوليس اهلکارو په وروستيو هدفي وژنو کښې د ککړو ډلو د پيژندګلو دعوه کړې ده او وئيلي دي چې پوليس د پلټنو نه پس دغه ډلو ته نزدې شوي دي۔
د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق تيره ورځ ملک سعد شهيد پوليس لائن کښي د شهيد اے ايس آئي امجد خان د جنازې نه پس ميډيا سره خبرو کښي آئي جي پي خيبرپښتونخوا معظم جهان انصاري اوويل چي پيښه کښي ککړ لاسونه به ډير زر د قانون منګولو ته وسپاري۔
رپورټ زیاتوي چې پوليس دترهه گرۍ د يو څو پيښو په پلټنو کې برياليتوب ته نزدې شوي چې په تيرو دوه يا دريو مياشتو کې ترسره شوي دي. په دې کې ښکېلې ډلې پېژندل شوې او د نیولو لپاره یې عملیات روان دي. آئي جي معظم جائي انصاري خپله ژمنه تکرار کړه چې په دې پيښو کښې ککړ کسان به ونيسي او د قانون مطابق عدالت ته به ی وړاندې کړې شي چې دوی سره قانوني چلند وشي.






