سیده عفت جبار د ریډیو پاکستان مشره وټاکل شوه
باغي ټي وي رپورټ
سیده عفت جبار د خیبر پښتونخوا لومړۍ ښځینه خپرونکې ده چې د پېښور راډیو د سټیشن ډایرکټر په توګه دنده پیل کړې ده. د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته يې د پېښور په راډيو پاکستان کې د پروډيوسر په توګه دنده پيل کړه. سیده عفت جبار، چې یوه ډېره تکړه ښځه ده، د خپلو لاسته راوړنو ښه پېژندنه لري.
د ریډیو پاکستان د ټولنیزو رسنیو په پانړه د رپورټ مطابق سیده عفت جبار یوه ډېره تکړه ښځه ده، د خپلو لاسته راوړنو یوه ښه پېژندنه لري. نوموړي د خپلو استعدادونو له امله ګڼ شمېر جایزې، سندونه، ستاینلیکونه او جایزې ګټلې دي. سیده عفت جبار د جرمني، ډاکه، امریکا، کاناډا او سینګاپور په مختلفو نړیوالو سیمینارونو، کنفرانسونو، کورسونو، ورکشاپونو او روزنیزو غونډو کې د پاکستان استازیتوب کړی دی.