د خیبر کرکټ کلبونو میچونه پیل شول

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا کرکټ ایسوسی ایشن د پاکستان کرکټ بورډ په همکارۍ د ضلع خیبر د کرکټ کلبونو د سیالیو رسمي پرانسته تیره ورځ ۹ بجې د خیبر ایسوسی ایشن کرکټ بورډ مشر ښاغلي شاهد شینواري وکړه، په پرانسته کښې نور سیاسي مشران، لوبغاړی او ځوانانو هم ګډون وکړو.
د پرانېستې پر مهال ښاغلي شاهد شینواري وویل، چې د پاکستان کرکټ بورډ هم زمونږ په هڅو د لومړي ځل لپاره د کلبونو ترمنځ د سیالیو د ترسره کولو پرېکړه کړې ده.
شاهد شینواري زیاته کړه چې په دې سیالیو کې به خلق ډیر نوي لوبغاړي او مخونه اوویني، هغه زیاته کړه چې د ځوانانو لپاره کار کوي او د ځوانانو او لوبغاړو ته اسانتیاوې ورکول لپاره ی عملی هلې ځلې پیل کړي دي، هغه اوویل چې په تیر وخت کې ی هم د لوبغاړو خدمت کړې او وس به هم کوي.






