بېګاه شپه د افغانستان د جلغوزو لسمه الوتکه هم چین ته ورسېده 

0
182

بېګاه شپه د افغانستان د جلغوزو لسمه الوتکه هم چین ته ورسېده 

چین د افغانستان د جلغوزو لوی پېرودونکی هېواد دی. د مالوماتو له مخې، چین دوه کاله وړاندې له افغانستان سره په پنځو کلونو کې د ۶۲ زره ټنه ځڼغوزو د اخیستو تړون لاسلیک کړ.

 

(2021 / 11 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د چین سفیر وانګ‌یو ویلي، چې تر اوسه د جلغوزو لس الوتکې له کابل څخه چین ته رسېدلي دي.

وانګ یو ( Wang Yu) په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دا جلغوزې چین کې ښه بازار لري او زیاته کړې یې ده چې په یوازې څو دقیقو کې ۲۶ ټنه وپلورل شول.

د چین سفیر له افغانستان سره د سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

تېره میاشت چین ته ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي 

چین د افغانستان د جلغوزو لوی پېرودونکی هېواد دی. د مالوماتو له مخې، چین دوه کاله وړاندې له افغانستان سره په پنځو کلونو کې د ۶۲ زره ټنه ځڼغوزو د اخیستو تړون لاسلیک کړ.

طالبانو شل ورځې وړاندې د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د ځڼغوزو لومړنۍ محموله په کام ایر الوتکه کې چین ته ولېږله.

Leave a reply