تېره میاشت چین ته ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي 

0
250

تېره میاشت چین ته ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي 

مهمند له یادو صادراتو د لاسته راغلي مالي عاید په اړه څه نه دي ویلي. چین ته د افغانستان د جلغوزيو صادرات درې اوونۍ وړاندې له سره پیل شول او په لومړي پرواز کې ۴۵ ټنه جلغوزي د هوایي دهلېز له لارې صادر شول.

 

(2021 / 11 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، تر دا مهال له افغانستان چین ته ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مهمند وویل، په تېرو درېیو اونیو کې چین ته د جلغوزیو د صادراتو لس پروازونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۵۵۰ ټنه جلغوزي دغه هېواد ته صادر شوي دي.

مهمند له یادو صادراتو د لاسته راغلي مالي عاید په اړه څه نه دي ویلي. چین ته د افغانستان د جلغوزيو صادرات درې اوونۍ وړاندې له سره پیل شول او په لومړي پرواز کې ۴۵ ټنه جلغوزي د هوایي دهلېز له لارې صادر شول.

اړوند موضوعات:

چین نړۍوال بازار کې ۱۲۰ ډبیه افغان جلغوزي پلورلي دي 

  د یادونې وړ ده چې د روان کال تر پایه به له اتو تر لسو زرو ټنو جلغوزي چین ته صادر شي او نږدې یو میلیارد ډالر عاید به ترې تر لاسه شي.

Leave a reply