د پاکستان سفیر د یورپ یونین او نیټو نمایندګانو سره غیررسمي غونډه کړې

باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د پاکستان سفیر د یورپین یونین او نیټو مشرانو سره یوه غیررسموي غونډه کښې شرکت کړې دې، په دې غونډه کښې د د افغانستان د تل پاتې امن او استحکام لپاره د کوششونو په اړه ټینګار شوې دې.
د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه د نیټو او یورپین یونین مشرانو سره په شریکه تصویرونو کښې ښکار چې په بیله بیلو موضوعاتو ټینګار کوي، منصور احمد لیکلي چې په دې غونډه کښې په دې موضع ټینګار وشو چې په افغانستان کښې د امن او استحکام لپاره د وس ډیره ښه موقع په لاس راغلې ده او ددې موقع نه باید پوره پوره ګټه پورته کړې شي.
د پاکستان سفیر د یورپین یونین او نیټو مشرانو ته د پاکستان د افغانستان په اړه دریځ یو ځل بیا تکرار کړې او ویلي ی دې چې پاکستان د اول ورځ نه په افغانستان کښې امن، خوشحالي او ترقي غواړي.
د یادونې ده چې په افغانستان کښې د ستمبر کال ۲۰۲۱ نه امارت اسلامی افغانستان نوې عبوري حکومت اعلان کړې خو تر نن پورې افغانستان د نړۍ کوم هیواد هم په رسمې توګه نه دې تسلیم کړې او امریکا د افغانستان ۹.۵ ملیارد نغدې اثاثې هم کنګل کړي دي.
Thank Amb. Philippe & colleagues in Islamabad from NATO plus/EU for an evening with opportunity for informal interaction on efforts for peace & stability in Afghanistan @BelgiumISB @gilmour_wendy Gilmour @Bénédict de Cerjat @DKinPK @NLAmbP pic.twitter.com/DZefvoIP8Q
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) November 18, 2021






