د ا.ا.ا: د ننګرهار هوايي ډګر پۀ بشپړ ډول الوتنو ته چمتو دی

د ا.ا.ا: د ننګرهار هوايي ډګر پۀ بشپړ ډول الوتنو ته چمتو دی
د ننګرهار امنیه قوماندان، مولوي ندا محمد ندیم رسنیو ته ویلي، دغه هوایي میدان د الوتنو لپاره پوره اماده دی، نه امنیتي او نه هم تخنیکي ستونزه شته.
(2021 / 11 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی دی.
د ننګرهار امنیه قوماندان، مولوي ندا محمد ندیم رسنیو ته ویلي، دغه هوایي میدان د الوتنو لپاره پوره اماده دی، نه امنیتي او نه هم تخنیکي ستونزه شته.
مولوي ندا محمد ندیم زیاته کړې، چې د طالبانو د اصولو مطابق هر څوک کولای شي له دې میدانه ګټه واخلي.
نوموړي وویل، ټاکل شوې وه پرون د ایران یوه الوتکه دغه هوایي ډګر کې ناسته وکړي، خو په خبره یې په ایران کې د کومې ستونزې له کبله دا الوتنه ترسره نه شوه.
تر دې مخکې د ننګرهار له هوايي ډګره یوازې پوځي الوتنې کېدې.






